په کندهار ولایت کې د اپټا تړون په اړه مشورتي ناسته

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۱۲
په کندهار ولایت کې د اپټا تړون په اړه مشورتي ناسته

چهارشنبه د غويې(ثور) لمړۍ  1400

د افغانستان - پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ تړون (اپټا) کې د لازمو تعدیلاتو په اړه مشورتي ناسته په کندهارولایت کې د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني، دپارلمان د غړو،د کندهار مرستیال والي ، د خصوصي سکتوراستازو،د کندهار کسبګرو او سوداګرو داستازو په ګډون ترسره شوه .

د صنعت او سوداګرۍ  وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د غونډې په پیل کې  وویل چې زموږ موخه د اپټا تړون د تعدیل په هکله دهیواد، د سویل اوکندهار د صنعتکارانو او سوداګرو نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کول دي.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو د تخنیکي ډلو ترمینځ د اپټا تړون پرتعدیل  کار روان دی ،د اپټا په نوې تړون کې  د خصوصي سکتور نظریاتو او وړاندیزونو شاملول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مشرتابه ،صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره  خورا مهم او ارزښتناک دي .

په دې ناسته کې د کندهار د والي مرستیال، د ولسي جرګې غړو، د خصوصي سکتور استازو،د کندهار ولایت د سوداګرو او صنعتکارانو استازو د اپټا دتړون تعدیل په هکله خوښی وښوده، خپل نظریات او وړاندیزونه یې د صنعت او سوداګرۍ  وزارت مشرتابه سره شریک کړل.

په پام کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر به د خپل سفر په بهیر کې د یاد ولایت سوداګرو او صنعتکارانو سره،په کندهار او دهیواد، په سویلي برخو کې د خصوصی سکتورپروړاندې شتو ننګونو په اړه خبرې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS