په کابل کې دغاليو له بازار څخه د صنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۲:۲۷
په کابل کې دغاليو له بازار څخه د صنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

شنبه ۷ بار وړونکی ۱۴۰۰

 دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په کابل کې د غالیو له  بازار څخه لیدنه وکړه ،په دغه ليدنه کې ښاغلي غورياني له غالیو پلورونکو سره د غالیو صادراتو د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

 په دې مارکېټ کې په لاس اوبدل شوې بیلابیل ډوله غالۍ چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې تولید کیږي په ځانګړي توګه په بلخ ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې پلورل کیږي نندارې ته وړاندې شوې وې

 دصنعت اوسودااګرۍ وزیر ښاغلي غورياني وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سږکال د نړۍ مختلفو هیوادونو ته د غالیو صادراتو زیاتوالي په موخه ځه اړړوند پلانونه تر لاس لاندې نيولې

 ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به په آلمان کې د غالۍ دایمي نندارتون او پلورنځی د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د هیواد غاليو ته د بازارموندنې د پلور په موخه رامینځته شي.

 دصنعت اوسوداګرۍ وزارت په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ د ښه کولو کاري ګروپ هم د غاليود صنعت په وړاندې دننګولو او فرصتونوپه اړه نظرونه ووړاندې کړي  او د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته د غاليو د صادراتو د زیاتوالي په څرنګوالي کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS