په کابل کې داوکراین دجمهوریت له سفیر سره دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست او نوماند وزیر لیدنه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۵۰
په کابل ګې داوکراین دجمهوریت له سفیر سره دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست او نوماند وزیر لیدنه

یکشنبه دتلې ۲۷ مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دخپل کار په دفتر کې داوکراین له غیر مقیم سفیر ښاغلي سیرواتیوک سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو خواوو دسوداګریزو اړیکو پرڅرنګوالی، ددواړو هېوادونو دسوداګرو لپاره داسانتیاووپر رامنځته کولو، افغان سوداګرو ته دویزو په برخه کې داسانتیاو پر برابرولواو او داوکرایني سوداګرو لپاره په افغانستان کې دپانګونې په برابرولو خبرې اترې تر سره شوې .

په دغه غونډه کې ښاغلي نثار احمد غوریاني اوکراین هېواد ته دافغاني صادراتوپه برخه کې ددغه هېواد لخوا داسانتیاو په رامنځته کولو دټینګار تر څنګ غوښتنه وکړه تر څو ددواړو هېوادونو لپاره دسوداګرۍ په برخه کې داسانتیاوو درامنځته کولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک شي.

همداراز په افغانستان کې داوکراین دجمهوریت غیر مقیم سفیر ښاغلی سیرواتیوک دخپل هېواد له لوري دهر ډول همکاريو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې هېواد به یې دافغاني صادراتو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته او دافغانستان دسوداګرو لپاره به دویزو په ورکړه کې هم اړونده مرستې وکړي .

ددغو خبرو په پای کې دواړو غاړو په ډاګه کړه چې دافغانستان او اوکراین ترمنځ دسوداګریزو اړیکو پراختیا هیله بښونکې ده او ددواړوهېوادونو ترمنځ یې داړیکو پرلاپراختیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS