په نیمروز ولایت کې د ۱۵۰ زره امریکايې ډالرو پانګونې سره د یوې فابریکې پرانستل

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۱:۲۹
په نیمروز ولایت کې د ۱۵۰ زره امریکايې ډالرو پانګونې سره د یوې فابریکې پرانستل

پنج شنبه مورخ 16 جمادی الاول 1445 / 9 لیندی 1402

د نیمرز ولایت مرکز زرنج کې  د شامپو جوړولو فابریکې په کارب پیل وکړ.

د نیمروزو ولایت په زرنج ښار کې د ۱۵۰ زره امريکايې ډالرو په ارزښت رخش‌آرا د شامپو جوړولو فابریکه  د نيمروز ولايت د صنعت او سوداګرۍ رئيس ښاغلي حاجي ملا فاضل‌محمد "فضلي"، د چاپېریال ساتنې رئيس، مولوي حبيب‌الله "مظهري" د ولایت یو شمیر مسئولینو ، دخصوصی سکتور استازو،علماء کرامو او دیادې فابریکې مسولینو په شتون شتون کې پرانستل شوه .

په پیل کې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس ښاغلی  حاجي ملا فاضل‌محمد "فضلي"  د داسې فابریکو پرانېستل د هيواد د اقتصاد پرمختګ او پرځان  بساينې په برخه کې اغېزمن وباله  زياته يې کړه چې موږ تل د داخلي توليداتو ملاتړ کړی دی، او  د نورو پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې په دصنعتی تولیداتو په  بيلابيلو سکتورنو کې  پانګونه وکړي.

دیادونې وړ ده چې په یاده فابریکه ۱۵۰ زره امريکايې ډالره پانګونه شوې  چې هره ورځ شاوخوا ۵ ټنه شامپو( پریمنیځونکې ) مواد توليدوي او ۳۰ مسلکي او غير مسلکي کسان پکښې په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتون د دریمې ورځې په دوام د داخلي شرکتونو له تولیداتو څخه لیدنه وکړه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۳۲
Background image

د تعمیراتي رنګونو ، د چاپي مطبوعو،د پاپوش سکتور،د هرې دنیا د غزایي توکو د شرکتونو له مسؤلینو سره لیدنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال  دصنعت اونۍ او نړیوال نندارتون په دوهمه ورځ دتعمیراتي رنګونو له تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

BACK TO NEWS