په ننګرهار کې د سوداګریزواسنادو د واحد مرکز پرانیستل

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۹:۲۰
په ننګرهار کې د سوداګریزواسنادو د واحد مرکز پرانیستل

دوشنبه: د سلواغي ۳۱مه ‍۱۴۰۰

د صادراتې محصولاتود اسنادو د پروسې بهیر،واحد مرکز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه، د ننګرهار والي ښاغلي ضیا الحق امرخیل، دمالیې وزارت، دکرنې او مالدارۍ  وزارت د استاز،د صادراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکاراو د خصوصي سکتور استازو په ګډون د  ننګرهارولایت د ګمرک په ریاست کې پرانستل شو.

دغه مرکز  د ننګرهار ولایت په ګمرک کې د هیواد د صادراتي توکو د اسنادو د پروسوکې د اسانتیاو،برابرولو په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پراختیایی بودیجې څخه د درې ملیونه افغانیو په لګښت رامنځته شوی دی.

د ننګرهاروالي ښاغلي ضیا الحق امرخیل دیاد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې ددې مرکز پرانسته به سوداګرو ډیری ستونزې حل کړې او د اسنادود مراحلو بهیر وخت به هم یوې دقیقې ته را کم کړی.

دصنعت او سوداګرۍ معین ښاغلي محمد سلیمان بن شاه هم وویل چې په ننګرهار ولایت کې د صادراتې محصولاتو دپروسې د بهیر، د یوواحد مرکز د جوړولوموخه،  د هیواد  د صادراتو د زیاتوالي لپاره لازمو اسانتیاوو برابرول دي.

ښاغلي بن شاه زیاته کړه ،چې ورته واحد مرکزونه  په کابل او کندهار ولایت کې د صادراتي توکو د اسنادو د پروسو اسانه کولو لپاره رامینځته شوي دي.

په دې مراسمو کې ،په صادراتې چارو کې د ولسمشر سلاکار، د مالیې ، کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارتونو او خصوصي سکتور استازو د دې مرکز تاسیس د هیواد د صادراتو پراختیا او اسانتیاو برابرولو کې د صادرونکو لپاره ارزښتمن ګام وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS