په ننګرهار ولایت کې د ماربلو په سکتور کې د پانګونې زیاتوالی

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۹:۴۱
په ننګرهار ولایت کې د ماربلو په سکتور کې د پانګونې زیاتوالی

سه‌شنبه د غویی ۷ مه۱۴۰۰

په ننگرهار ولایت کې د مرمرود سکتور ګرم بازار اوپانګونې زیاتوالی

د ننګرهار ولایت په شیخ مصري صنعتې ښارګوټې کې د ماربلو په سکتور کې ۱۶ فابریکې فعالیت کوي؛ دوی پدې برخه کې تر ۵۰ ملیونه ډالرو ډیر پانګونه کړه ده .

دا فابریکې په کال کې له، درې زره ټنو څخه ډیر مرمر تولیدوي او په دغه ولایت کې یې تر پنځه سوه زیاتو خلکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده .

د ننګرهار ماربلو فابریکې خپل تولیدات کور دننه د پلور سربیره  ایټالیا ، ازبکستان ، تاجکستان او پاکستان هیوادونو ته صادروي.

د فابریکو خاوندان وايي چې په هیواد کې د سراسري سولې په صورت کې دوی چمتو دي په یاد  سکتور کې پانګوونې ته لا وده ورکړي او زیات شمیر هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هیواد په زیات   شمیرولایاتو کې د مرمرو ډبرو بیلابیل ډولونه شتون لري ،چې په دې برخه کې پآنګونه  د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره ځانګړی ارزښت لري.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړینو اومه توکو او ماشینرۍ تعرفه په معاف کولو سره د هیواد د داخلې صنایعو د ودې لپاره لازم شرایط برابر کړې دي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS