په لغمان کې د داخلي توکیو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۱۰
په لغمان کې د داخلي توکیو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو

سه شنبه ۸ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۲۰  لینډی ۱۴۰۳

د لومړي ځل لپاره په لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د داخلي تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.

د لغمان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې دغه درې ورځنۍ نندارتون چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ( قوس) په ۲۰مه نېټه د یاد ریاست او د "موج ویژن" بازار موندنې خدماتی خصوصي شرکت په همکارۍ جوړ شوی او تر درې ورځو دوام وروسته د لیندۍ په ۲۲ مه نېټه به پای ته ورسیږي.

ددې نندارتون په پرانیست غونډه کې ړ لغمان ولایت والي او د اړونده ریاستونو مسؤولینو ګډون کړی و چې ټولو د دې ډول نندارتونو جوړول د کورني تولید د ودې او بازار موندنې لپاره اړین وګڼل.

پدې نندارتون کې د لغمان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رياست او نورو اړونده سکتوري بنسټونو او خصوصي سکتور په ګډه د خپل هیواد محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي. پدې نندارتون کې بېلابېل تولیدي، سوداګریز او خدماتي سکتورونه لکه کرهنه، صنعت، کانونه، روغتیا، مخابرات، لوړې زده کړې او په پراخه کچه برخه لري.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS