په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې لمانځل.

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۵:۲۴
په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې لمانځل.
دوشنبه د کب ۱۸ مه ۱۳۹۹
د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د صنعت اوسوداګرۍ وزارت کې د نندراتون په ترسره کولو او د متشبثو میرمنو په ساینې سره د دې وزارت د ریئسانو او ښځینه کارکونکو په ګډون د عبدالمجید زابلی د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه .
په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي نصیراحمد محمدی ټینګار وکړ چې دا وزارت به د ښځو دصنعتي او سوداګریزو چارو د پراختیا پروګرامونه ژر پلی کړی.
همدا راز د افغانستان د ښځودصنایعو او سوداګرۍ خونې رئیسۍ آغلې افسانه رحیمی د متشبثو میرمنو د وضعیت د ښه والي لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ څخه مننه وکړه، په دې غونډه کې د ۱۰ متشبثو میرمنو څخه چې د صنعت او سوداګرۍ په پراختیا او کسب او کار په رامنځته کولو کې یې په ۱۳۹۹ کال کې موثر رول درلود د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د افغانستان د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ د خونې په همکارۍ ورته د یاد ګار په توګه تندیس ډالۍ شوې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS