په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د تنباکود وارداتو او د هغې محصولاتو د طرزالعمل په اړه د بحث غونډه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۴:۱
په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د تنباکود وارداتو او د هغې محصولاتو د طرزالعمل په اړه د بحث غونډه

سه‌شنبه د وری ۱۷ مه ۱۴۰۰

د تنباکو د واردولو او د هغې د محصولاتوطرزالعمل  په اړه د بحث غونډه د مالیې ، عامې روغتیا ، کورنیو چارو ، حج او اوقافو وزارتونو د استازو او دافغانستان دفدراسیون خونو د استازي  په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزارت دعبدالمجید زابلي دکنفرانسونو په تالارکې جوړه شوه.

پدې ناسته کې د تنباکواو د هغې د محصولاتو (سګرټ) په وارداتو پورې اړوند طرزالعمل ، چې د دې وزارت د حقوقي چارو ریاست لخوا چمتو او ترتیب شوې وه ، بحث ترسره شو.

همدا رازپه دې غونډه کې د سګريټو په وارداتو د تعرفې زياتوالي ، د سګريټو او تنباکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پر لاره اچولو او په هېواد کې د سګرټو د قاچاق په مخنيوي کې د دولتي او غير دولتي ادارو د مسؤوليتونو په اړه هم خبرې وشوې.

دغه طرزالعمل  د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د تنباکو کنټرول قانون سره سم چمتو شوی او د اړونده څانګو سره مشورې او اصلاحي نظرونه به وروسته نهایي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS