په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې دنیالگیو دکرلو دپروسې پیل

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۱۸:۳۱
په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې دنیالگیو دکرلو دپروسې پیل
شنبه : دکب ۲۳ مه ۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دنیالګیو دکینولو د نړیوالې ورځې په ویاړ ، د دغه وزارت په انګړ کې د نیالګیو کینولو ، دفکري مالکیتونو او ثبت مرکزي عمومي ریاست ، د صنعتي پارکونو او ولایتي د دفترونوپه انګړ کې د نیالګیو کښینولو لړۍ پیل کړه.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس شاه زمان میوندي او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني تر منځ په هغه ناسته کې چې په دې وروستیو کې تر سره شوه، هغه له سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل چې په صنعتي پارکونو او تولیدي فابریکو په انګړ کې د دنیالګیو کښینولو په ملي پروسه کې همکاري وکړي.
په یاده غونډه کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي غوریاني د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې له رهبرۍ سره ژمنه وکړه چې وزارت به د خصوصي سکتور په همکارۍ د زرغون چاپیریال رامنځته کولو په موخه په مرکز او ولایتونو کې په صنعتي پارکونو کې ۲۰ زره نیالګی کینوي.
دا ۲۰ زره نیالګي به د چاپیریال ساتنې او د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره په ټولو صنعتي پارکونو ، د تولید فابریکوپه انګړونو او شاوخوا پارکونو کې وکرل شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS