په تخار ولایت کې د فرنیچرو په تولید کې د پانګونې زیاتوالی

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۲:۳۱
په تخار ولایت کې د فرنیچرو په تولید کې د پانګونې زیاتوالی

سه‌شنبه:د وری ۳۱ مه ۱۴۰۰

په تخار ولایت کې د فرنیچرو یوې فابریکې په یاد سکتو رکې خپله پانګونه څلور ملیونه افغانیو ته لوړه کړه

په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د درې سوه زره افغانیو په لومړنۍ پانګونې سر ه يې  خپل فعالیت د مختلفو فرنیچرونو په جوړولو کې پیل کړ.

د نعمت فیضي فرنیچرجوړولو او تولید فابریکه ، چې په پرمختللي او معیاري ماشینونو سمبال ده ، د نړیوال معیارونو سره سم هر ډول فرنیچر تولید او بازار ته وړاندې کوی.

دغې  فابریکې د تخار ولایت 20 څخه زیاتو اوسیدونکوته د کارزمینه برابره کړې ده  ، او اوس دوی کولی شي د دفترونو لپاره د نړۍ په کچه هر ډول، څوکۍ ، تختونه ،المارۍ او میزونه د دفترونو او کورنو لپاره  جوړ کړي .

. د دې فابریکې محصولات اوس مهال یوازې په تخار ولایت کې پلورل کیږي او په نږدې راتلونکي کې به د تخار ګاونډیو ولایتونو ته هم د پلور لپاره ولیږدول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسي جوړونکې ادارې په توګه تل هڅه کوي، چې په هیواد کې اقتصادي پرمختګ لپاره د خصوصي سکتور او صنعتکارانو ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS