په افغانستان کې د قیمتي ډبروسکتور دسوداګرۍ دپرمختیا غونډه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۸:۱۱
په افغانستان کې د قیمتي ډبروسکتور دسوداګرۍ دپرمختیا غونډه

پنج‌شنبه: د غبرګولي۲۰مه۱۴۰۰

په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د سوداګرۍ د پراختیا کارې ډلې ناسته دصنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ ،د مالیې ، کانواو پټرولیم وزارتونو، د ACEBA پروژې او د قیمتي ډبرو د سکتور استازو په ګډون د شهید مصطفی کاظمی د غونډو په تالار کې ترسره شوه .

په دې ناسته کې ، د قیمتي ډبرو دصنعتي – کان کیندنې او سوداګریزو شرکتونو  په فرصتونو،ننګونو، پروسس ،صادراتو، او ستونزو ته  د حل لارو په موندلو بحث ترسره شو.

همدارنګه د قیمتي ډبرو، صنعتي - کان کیندنې او سوداګرۍ شرکتونو د کانونود کیندنې، پروسس او صادراتو برخو کې خپلې ستونزې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه سره شریکې کړې او د دحل په هکله يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ د پرمختیا ډله دولتي ادارو سره د تشبثاتوپه هکله  د اسانتیاوو،د ستونزو او وړاندیزونو شریکولو،د خصوصي سکتور او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او په ګټوره توګه د تبشبثاتو ستونزو ته د رسیدنې په موخه رامنځته شوي ده.

دا کاري ډله د غالیو، زعفرانو ، قیمتي او، نیمه قیمتي ډبرو،زینتې توکو او ټوکرانو په سکتورونو کې کار کوي چې تر دې دمه یې د زعفرانو او غالیو سکتورونو لپاره 21 لومړیتوب لرونکي پروژې برابرې کړې دې ، چې 11 هغه يې پلي کیدلو لپاره چمتو دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS