پاکستان ته دافغان صادراتي توکو دصادرولو په برخه کې، هڅو ښه پایله لرلې.

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۸:۱۹
پاکستان ته دافغان صادراتي توکو دصادرولو په برخه کې، هڅو ښه پایله لرلې.

2/4/1399
دکرونا ویروس دخپرېدو سره سم ټولو هېوادونو ددې ویروس دخپرېدو دمخنیوي په موخه یو لړ اقداملت ترسره کړل چې له دې څخه یو هم دمرزونو تړل کېدل وو
له شک پرته چې دې چارې دنړۍ اقتصاد کمزوری کړ.

افغانستان هم دلارو دتړلو او دصادراتو او وارداتو دکمښت له کبله له دې ګواښ څخه په امن پاتې نه شواو سربیره پر دې چې اقتصادي زیان یې ولید ټولنیز زیان هم ور واوښت. له دې سره سم دقزاقستان هیواد لخوا دمحدویتونو دلګولو له کبله دلومړنیو توکو دبیو دلوړېدو لامل شوې. له بلې خوا، پاکستان هېواد هم دلارو په تړل کېدو سره دافغانستان لو په ځانګړي ډول دخصوصي سکاور اقتصاد ته زیان ورساوه.

خو له نیکه مرغه دافغانستان حکومت دیوشمیر تدابیرو دنیولو تر څنګ له پاکستاني لوري سره خبرې اترې پیل کړې چې دوخت په تېرېدو سره یې وکولای شول دافغان سوداګرو دزرګونه کانټینرو ترانزیټي تو کو درالیږدولو زمینه برابره کړي. له دې سره هم مهاله دافغانستان او پاکستان تر منځ دصادراتو او وارداتو په برخه کې لا ډرېرې هڅې وشوې او روانې دي. ددغو هڅو او خبرو اترو په پایله کې پاکستان هیواد له افغانستان څخه دصادراتو دپيل کېدو په اړه موافقه وکړه.

له نیکه مرغه دروانې چنګاښ میاشتې په دویمه نیټه او له دوو میاشتو تم کېدو وروسته ، دافغانستان دصادراتو د مهال سره سم او دځانګړو روغتیایي تدابیرو په نیولو سره ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې چارې بیرته خپل عادي حالت ته راوګرځې دې۰

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS