هندوستان ته دافغانستان دانجې دصادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابریږي

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۵ - ۹:۴
فراهم‌سازی تسهندوستان ته دافغانستان دانجې دصادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابریږيهیلات برای افزایش صادرات گیاه‌ی هنگ به هندوستان

دوشنبه: دوري ۲۳مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا هندوستان ته د افغانستان دانجې د صادراتو پروسې لپاره د ستونزو د حل او د لازمو اسانتیاو برابرولو په اړه لومړنۍ مشورتي ناسته  په هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د استازو په ګډون او د افغانستان د خصوصي سکتورترمنځ په  آنلاین ډول ترسره شو.

په دې ناسته کې ، دوست هیواد هند  ته د افغانستان د انجې د صادراتو په پروسه کې د فرصتونو او ننګونو د ارزونې ، دعمل پلان له مخې په خپل ټاکلی مهال ویش د هند د FSAI دفتر سره د همغږۍ ناسته او د نورو اړوندو څانګو په ملاتړ او همغږۍ سره د افغانستان د سټنډرډ ادارې  لخوا او له اړونده ادارو سره دهمغږۍ پریکړه وشوه

هندوستان په سیمه کې د هیواد تولیدشوې انجې  لپاره یو له لویو غوښتونکوهېوادونو څخه دی ، او هند په دې وروستیو کې د افغاني انجې صادراتو لپاره یو لړ معیارونه ټاکلي ، چې له دې ډلې څخه ، دتحلیلي سرټیفیکیټ  Certificate of Analysis وړاندې کول او د سټنډرډ دتصدیق ISO 17025 تطبیق کول په دغه معیارونو کې باید افغانستان په راتلونکو شپږو میاشتو کې صادرونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي ، د هند په ممبۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت او د خصوصي سکتور استازي اوس مهال هڅه کوي چې هندوستان ته د دنجې  صادرولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS