هلمند ولایت کې د بست صنعتي ښارګوټي او دو راهي صنعتي پارک پرانسته

reza_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۵:۳۰
هلمند ولایت کې د بست صنعتي ښارګوټي او دو راهي صنعتي پارک پرانسته

شنبه مورخ ۱۱ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۴ لیندی ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت  مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال، د هلمند ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د امارتي ادارو او خصوصي سکتور رئیسانو او مسئولینو،د هلمند ولایت سوداګرو او صنعتکارانو د هلمند ولایت د دوو جلا مراسمو په ترڅ کې په ۱۷۵ جریبه ځمکه کې د یوه صنعتي ښارګوټي (بُست) او د (دوراهي) په سیمه کې  ملي صنعتي پارک په ۲۰۰۰زره جریبه ځمکه کې پرانیست.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان پر صنعتي کېدو د ټینګار تر څنګ وویل چې د وارداتو له انحصاري اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هېواد کې د صنعتي پارکونو پرانیستل د اسلامي امارت د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لری.

په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال په هېواد کې اقتصادي ودې او پرمختګ ته د اسلامي امارت د رهبرۍ او په ځانګړې توګه د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت مقام د پاملرنې یادونه وکړه،او ویې ویل چې صنایعو ته له ځانګړې پاملرنې پرته موږ د هېواد اقتصادي پرمختګ او پرخان بسیاینې ته نشو رسیداي.

په یادو مراسمو کې د هلمند والي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په نوموړی ولایت کې د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو لپاره د دوو نویو صنعتي پارکونو د پرانیستلو مبارکي ورکړه او خصوصي سکتور ته یې په یادو صنعتي پارکونو کې دپانګونې بلنه ورکړه.

د هلمند ولایت د خصوصي سکتور په استازیتوب هر یو د هلمند ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره هیئت رئیس ښاغلي حاجي یحیی پښتون او د هلمند ولایت د صنعتکارانو رئیس ښاغلي حاجي رحمت الله خبرې وکړې،هغوې په یو وخت کې د دوو پارکونو پرانیستل په دغه ولایت کې د صنعت د راتلونکي لپاره نیک ګام وباله

په پای کې د دوو پارکونو د پرانستلو مراسم د پټۍ  په پرې کولو او د افغانستان د صنعتي کېدو له لارې د خلکو د ژوندانه د ښه والي په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS