ننګرهار ولایت ته سفر

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۸ - ۱۱:۴۴
ننګرهار ولایت ته سفر

یکشنبه: د وری ۲۸ مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغليمولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست او  شیخ مصري صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه .

په دې لیدنه کې د وزارت مرستیال د صنعت او سودګرې ریاست له کارکونکو سره خبرې وکړې،دهغو د کارونو او شعباتو څخه د لیدنې پرمحال يې سوداګرو او صنعت کاروانو لپاره د لا ښوو خدماتو د وړاندې کولو لارښوونه وکړه .

ورپسې د وزارت مرستیال،و ورسره پلاوې،د ننګرهار ولایت سوداګرو او صنعت کارانو سره یوځاي د ننګرهار ولات د شیخ مصرې صنعتي ښارګوتې د تولیدې فابریکو څخه لیدنه وکړه،دصنعت کارانو ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل.

په پای  کې د دغه وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال دصنعتي ښارګوتې د غصب شوو ځمکو او دهغو فابریکو له مسوولینو سره چې د دغه ولایت له صنعتې پارک څخه بیرون د فعالیت کوي لیدنه وکړه او له هغوې څخه یې وغوښتل چې خپلې فابریکې د ولایت صنعتي پارک ته انتقال کړي، چې د فابریکو خاوندانو دخپلو فابریکو د انتقال ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS