له دې وروسته دپانګونې جواز په یوه ساعت کې تر لاسه کیږي

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۱۴:۵۷
له دې وروسته دپانګونې جواز په یوه ساعت کې تر لاسه کیږي

دلړم:۲۰مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا، تریوه واحد چتر لاندې دجواز ورکولو او اطلاعاتو سیستم پرانیستل شو.

په دغه غونډه کې چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت د ثبت مرکزي او فکري مالکیتونودعمومي ریاست دکنفرانسونوپه تالار کې جوړه شوې وه، دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نثار احمد غوریاني دهېواد خصوصي سکتور ته دمبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل چې یاد سیستم لږ ترلږه ۲۰ دجواز ورکولو ادارې سره نښلولې دي، چې په دې سره جواز اخیستونکي کولای شي په یوه ساعت کې خپل جواز ترلاسه کړي.

ښاغلي غوریاني دا هم وویل چې دکورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره به په نږدې راتلونکې کې ډیټا سنټر هم پرانیزي .

دیادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیر ښاغلي غوریاني په ګډون، دافغانستان دنړیوالې سوداګرۍ خونې دمدیره پلاوي لومړي مرستیال ذبیح‌الله زیارمل،دمعدن او صنایع خونې ریس شیرباز کمین زاده،دافغانستان دفدراسیون خونوریس ښاغلي خان جان الکوزي،دایکودصنعت او سوداګرۍ خونو عمومي ریس آذرخش حافظی،دحرکت موسسې اجرایوي ریس نورعالم حکیم یار، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوپه کمیسیون کې داصلاح اوودې دپروسې مسول سلطان محمود حیدري او دخصوصي سکتور یو شمېر استازو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې د ثبت مرکزي او فکري مالکیتونوعمومي ریس عیسی مایار په ډاګه کړه چې په دې سیستم کې درې اساسي پړاوونه شامل دي، ساده کول، سیستم جوړونه،اودیوه واحد چتررامنځته کول.

په پای کې ښاغلي نثار احمد غوریاني له ښاغلي عیسی مایاراو نورعالم حکیم یار څخه دهغوی دهڅو له کبله مننه وکړه او په ګډه یې تریوه واحد چتر لاندې دجواز ورکولو او اطلاعاتویاد سیستم پرانیست.

هېره دې نه وي چې دغه سیستم دجمهوري ریاست د(۲۹۴۳) ۱۳۹۶/۱۰/ ۱۰ نیټې حکم له مخې رامنځته شوی دی

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS