له ترکي لوړ پوړي پلاوي څخه په افغانستان کې د هغه هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون د جوړونې لپاره بلنه

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۱
له ترکي لوړ پوړي پلاوي څخه په افغانستان کې د هغه هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون د جوړونې لپاره بلنه

 چهارشنبه۲۵ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۷ لینډی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، د استانبول ۲۰۲۴ نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې له ترکیې هېواد او اسلامي همکاریو سازمان څخه ددې نندارتون د جوړولو له امله مننه وکړه او دا نندارتون یې د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر سوداګریز پروګرام وګڼلو.

همدارنګه د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکیې هېواد لوړ پوړي دولتي پلاوي او خصوصي سکتور ته بلنه ورکړه تر څو په افغانستان کې د هغه هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون جوړ کړي.

همدارنګه د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره د شته فرصتونو په تړاو خبرې وکړې له ګډونوالو یې وغوښتل ترڅو د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي او همدارنګه هغوی ته یې بلنه ورکړه تر څو د افغانستان له تاریخي او سیاحتي ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.

محترم الحاج عزیزي په دغه پروګرام کې د افغانستان د پلاوي له ګډون څخه موخه د افغانستان، ترکیې او سیمې د نورو هېوادو ترمینځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د نویو فرصتونو رامینځ ته کول، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د حلالو تولیداتو او محصولاتو ورپېژندنه او له بهر په تېره بیا ترکیې څخه د بهرنۍ پانګونې جذب وګڼلو.

د یادونې وړ ده چې د استانبول حلال ۲۰۲۴ نندارتون د سیمې او نړۍ په کچه یو ستر نندارتون دی چې د افغانستان په ګډون ۴۵ هیواده د ۴۵۰ غرفو په ترڅ کې او په بېلابېلو سکتورونو کې خپل محصولات او تولیدات د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS