له تاجکستان سره د سوداګریزو اړیکو پر، پراختیا ټینګار

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۳:۱۳
له تاجکستان سره د سوداګریزو اړیکو پر، پراختیا ټینګار

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي  نثار احمد غوریاني د تاجکستان د صادراتو د آژانس له مشر بابازاده شوکت سره د تاجکستان په دوشنبې ښار کې وکتل، چې د صادراتو - وارداتو په همکاري ،د ګډ نندارتون په جوړولو، سوداګریزو اسانتاوو او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتور پروړاندې پرتو ستونزو باندې بحث وکړي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو د محصولاتو معرفي کولو لپاره اړینه ده چې ګډ نندارتونونه ترسره شي او د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره لازیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

له بلې خوا، د تاجکستان د صادراتو ادارې مشر بابازاده شوکت د دواړو هیوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو دګډې همکارۍ پر ،پراخوالی باندې ټینګار وکړ،د ګډ نندارتونونو جوړول يې  د افغانستان او تاجیکستان د توکو معرفي کولو لپاره ښه فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې دا کار به صنعت د ودې سبب وګرځې.

. په دې ناسته کې په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر او یو شمیر افغان سوداګرو او صنعت کارانو  هم شتون درلود .د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تیرو دوه ورځو راهیسې د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د زیاتوالی، د خصوصي سکتور د ستونزو حل او د لا زیاتو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه  یو شمیر افغان سوداګرو او صنعت کارانو سره  دتاجیکستان پلازمېنې دوشنبه ته په سفر بوخت دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS