صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د هرات  ولایت د سوداګرۍ خونې له استازو سره وکتل

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۳:۳۲
صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د هرات  ولایت د سوداګرۍ خونې له استازو سره وکتل

چهارشنبه: دجوزا/غبرګول ۱۸مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر الحاج نورالدین  عزیزي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې  د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د خصوصي سکتور اړوند موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.

ګډونوالو د سوداګريزو فعالیتونو په وړاندې د پرتو ټرانسپورټي ننګونو  او د پانګونې په ستونزو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج عزیزي په  خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې اسلامي امارت په ټوله کې او دخیلې ادارې په ځانګړي ډول د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دي.

په پای کې په دې هوکړه وشوه چې شته ستونزې به په لیکلي ډول وزارت سره شریکې شي تر څو يې د حل لپاره چټک او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

BACK TO NEWS