سوداګرو او د بار وړونکو موتړو سکټور ستونزې اوریدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۸:۲۲
سوداګرو او د بار وړونکو موتړو سکټور ستونزې اوریدنه

سه شنبه مورخ 21 شعبان المعظم 1444 / 23 کب 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د هلمند، کندهار، پکتیا، خوست، او میدان وردګ ولایتونو سوداګرو او د بار وړونکو موټرو سکټور له یو شمیر غړو سره وکتل.

په دې لیدنه کې سوداګرو او د بار وړونکو موټرو سکټور غړو خپلې ستونزې د مالیاتو، په ناقانونه ډول کمیشن اخیستل او د موټرو د بارولو په وخت کې د نوبت په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي مولوي جمال سره شریک کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د سوداګرو او د بار وړونکو موټرو سکټور غړو ستونزو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته وویل د ا ا ا مشرتابه او په ځانګري ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت اساسي موخه د هیواد د سوداګرو او پانګوالو ته د لا زیاتو آسانتیاوو برابرول او دستونزو حل دی.

ښاغلي جمال زیاته کړه ستاسو د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو په موخه به  ستاسو ستونزې په  هر اړخیزه ډول څیړل کیږې او د څیړلو او ارزولو څخه  وروسته به د ترانسپورت وزارت په همغږۍ له اقتصادي کمیسیون سره د حل په موخه شریکې کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS