سعودي عربستان ته د افغانستان د صادراتو لوړېدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۳:۳۶
سعودي عربستان ته د افغانستان د صادراتو لوړېدنه

چهار شنبه د غویی ۲۹ مه ۱۴۰۰

د کرونا وبا محدودیتونو سربېره، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان صادراتو له ۱۰۰ سلنې ډېره وده وکړه.

د سعودي عربستان رسمي احصائیې له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان سعودي عربستان ته د ۱۳٫۲۸ ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، چې په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېره ۲۸٫۵۶ ملیونه ډالرو ته وخته.

پدې صادراتو کې د افغانستان زعفرانو، وچې مېوې او قالینو ډېره ونډه درلوده، چې د هوايي دهلېزونو له لارې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته صادر شوي دي.

سعودي عربستان ته د افغانستان د صادراتو پلان له مخې د ۲۰۲۱ کال لپاره د ۴۲٫۵ ملیونه ډالرو اټکل شوی دی. د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ پراخو سوداګریزو فرصتونو ته په پام، موږ ژمن یو چې د سوداګریزې پراختیا دغه بهیر به جاري او د چټکتیا هڅې به یې روانې ساتو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS