د کندز سپین زر تصدۍ او بلخ د نباتي غوړیو د عالي شوار غونډه ترسره شوه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۹:۲۳
د کندز سپین زر تصدۍ او بلخ د نباتي غوړیو د عالي شوار غونډه ترسره شوه
پنجشنبه دلړم لمړې نیټه 1399
د کندز سپین زر تصدۍ، بلخ د پتبې اونباتي غوړیو د عالي شورا غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني په مشرۍ د بلخ ولایت د پنبې او نباتي غوړیو دتصدۍ رئیس ښاغلي محمدحسن مستقیم،د کندز د سپین زر تصدۍ رئیس ښاغلي ذبیح الله زاهد، دماليې وزارت د دولتي تصدیو رئيس ښاغلي نظرمحمد تابع، داقتصاد وزارت داستازو په ګډون د وزارت د مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني د دولتي تصدیوپه بیا فعالیدوټینګاروکړ او وي ویل،د سپین زر اوبلخ د پنبې او نباتي غوړیو فابریکې باید بیا ځل فعالې او دهغو د ماشین آلاتو په عصری کولو سره دا فابریکې د لوړ عایدلرونکو او وګړو ته د کاري فرصتونوپه رامنځته کونکوفابریکو تبدیلې شي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړونده ټولو دولتي تصدیو د شته وضعیت د قیقه څیړنه دي وشي،چې د ارزونې وروسته به د هغه د ماشین الاتو د عصري کولو په هکله لازم او دقیق تصمیمونه ونیول شي.
د کندز د سپین زر تصدي په کندز ولایت او د پنبې او نباتي غوړیو فابریکې دبلخ ولایت په مزارشریف ښارونو کې د نباتي غوړیو،پنبې او پندانې په برخه کې په لومړنیوامکاناتو سره فعالیت کوي .

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS