د کمال خان بند دپرا نیستنې مراسمو په هکله د خصوصي سکتورژمنه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۴
د کمال خان بند دپرا نیستنې مراسمو په هکله د خصوصي سکتورژمنه

دوشنبه د کب ۱۸ مه ۱۳۹۹

د افغانستان د خصوصی سکتور د خونو فدراسیون او د خصوصی سکتور خونو مسوولین د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني سره د کمال خان بند د پرا نستلو مراسمو په تنظيم او ترتیب کې مرسته کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني په مشرۍ د کمال خان بند دپرانستې مراسمو په ترسره کولو :ې د خصوصي سکتور د رول او په اړه د فدراسیونونو اتاقونو او سکتور خونو رئیسانو سره ګډه ناسته په حضوری او انلاین ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر د غونډي په پيل کې وویل،دکمال خان بند چې د بهرنې مرستي څخه بغیر د کورنۍ بودجې په مصرف سره جوړ شوی زموږ د ټولو مسئولیت دې چې د پرانستلو په مراسمو کې خپله ونډه تر سره کړو.

ښاغلي غور یاني زیاته کړه چې د کمال خان بند چې د هیواد په اقتصادي،صنعتي په ځانکړي ډول د کرنیز سکتورد پراختیا په برخه کې رغنده رول لري ځکه نو هغه د پرانستي مراسمو کې ونډه لرل د دولت ،خصوصی سکتور او ولس د مسئولیتونو څخه شمیرل کیږي.

د خصوصی سکتور غړو چې په دغې غونډه کې برخه درلوده ژمنه وکړه چې د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې به د عامه پوهاوي او تبلیغاتو اړوند موادو لکه راډیوي اعلاناتو،بیل بوروډ د چاپ په هکله مرکز او ولایاتو کې خپله ونډه ترسره کړي.

د کمال خان بند د جوړیدو چارې په ۱۹۷۶ م کال کې د سردار محمد داود خان د هیواد دلومړي رییس جمهور په وخت کې پيل شوې او له ۴۴ کاله ځنډ روسته د ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوری ریاست په دوران کې دهیواد د داخلی بودجې څخه بشپړ شو او په پام کې ده چې د۱۴۰۰کال په پیل سره د حمل (وری) په دویمه نیټه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرا نستل شي.

د کمال خان بند د نیمروز ولایت کې موقیت لري او د ۵۲ میلیون متره مکعب اوبو د زخیره کولو ظرفیت لري ۸۰ زره هکتاره ځمکه چې نږ دې ۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ته رسیږې ،چې دهیواد د کرنیز سکتور په ودې او پراختیا کې به مثبت رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS