د چرګانو دتولید له پلوه پرځان بسیاینې ته د هیواد نږدې والی

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۴:۱۵
نزدیکی کشور به خد چرګانو دتولید له پلوه پرځان بسیاینې ته د هیواد نږدې والیودکفایی در تولید گوشت مرغ و پرندگان

سه‌شنبه د وری ۱۷ مه ۱۴۰۰

د یوه ځوان نوښتګر لخوا د الوتونکو د هګیو څخه د بچیو جوړولو ماشین جوړولو، هیواد د چرګانو او مرغیو له پلوه د هګیو او غوښې تولید کې ځان بسیا ته نږدې کړی.

صمد صمیم ، د هیواد هغه ځوان مخترع دی  ، چې د پرګس په نوم شرکت هم لري ، د خپل  اختراع کړي ماشین  په اساس  هره ورځ د زرو څخه تر دوه زرو پورې د چرګانو هګیو او مړزانو د تولید او پلورلو ظرفیت لري چې په هیواد کې د هګیو او مړزانو د تولیداتو د زیاتوالی سبب ګرځیدلی دی.

 د هیواد دغه ځوان مخترع د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د چرګانو ، شاتو ، پسونو ، فیل مرغ او نورو الوتونکو دتولیداتو لپاره په ماشین جوړولو پیل او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لومړي ماشین په جوړولو بریالی شو.

د پرګاس شرکت ، چې ښاغلی صمیم یې مسؤل دی ، دا مهال په ورځ کې څلور ماشیونونه  تولیدوي د دې شرکت تولیدي ماشینونه غوښین چرګان، هګۍ ، زرک ،مړز،فیل او د مرغیو نور مختلفو ډولونو د تولید ظرفیت لري.

ددې شرکت لخوا رامینځته شوي وسایل ، د بریښنا د انرژۍ پرمټ کار کوي چې د خپل اړتیا وړ ګرمولو حرارت دګازپه اساس چمتو کوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS