د همکارۍ دڅلورو هوکړه لیکونو لاسلیک
سه شنبه د سلواغې۲۱مه ۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ،ماليې،کورنیوچارو وزارتونو، معلوماتو او احصايې د ملی ادارې ترمنځ دهمکارۍ څلور هوکړه لیکونه لاس لیک شول.
د بریښنايې معلوماتو د سیسټمونو د پیوستون لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت ،ماليې وزارت ،کورنیوچارووزارت او معلوماتو او احصايې د ملی ادارې ترمنځ دهمکارۍ څلور هوکړه لیکونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یادو وزارتونو د مقاماتو اوجمهوری ریاست د لومړی معاونیت د مشاور په ګډون لاسلیک شول .
ددي هوکړه لیکونو اصلي موخه د سوداګریزو پاسپورټونو د ویش،لغوه او نوي کولو د پروسي چټکتیا، په کراتو دمالیاتو د پیژندنې د شمیرې دویش څخه مخنیوي،د مالیاتو څخه د تیښتي مخنیوي او خصوصی سکتور لپاره د لازمو اسانتیاو په رامنځته کولو کې د دولتي ادارو دهمکارۍ زیاتوالی دي.
په یاده غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ثبت مرکزي او فکری مالیکیتونو عمومي ریاست لخوا د احصايې ملی ادارې او د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست سره خصوصی سکتور ته د لازمو اسانتیاو د رامنځته کولو په هکله د جواز،بریښنايې تذکرې او سوداګریز پاسپورټ د ترلاسه کولو په هکله د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل .
همدا راز دوه نور هوکړه لیکونه د ماليې وزارت د ګمرکاتو او عوایدو معینیت ، احصايې ملی ادارې او د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست ترمنځ د سوداګریز پاسپورټ لپاره د زمینې مساعدولواو دمالیاتو د پیژندنې د شمیرې دویش څخه مخنیوی په موخه لاس لیک شول.
یاد هوکړه لیکونه د ۳-۵ کالو پوري د باور وړ دي او دهغو پلی کیدل د افغانستان د اطاقونو د فدراسیون لخوا څارل کیږي.
