د هرات ولایت د کورنیو صنایعو او تولیداتو د نندارتونو تاریخچه :

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۱:۳۸
د هرات ولایت د کورنیو صنایعو او تولیداتو د نندارتونو تاریخچه :

د هرات ولایت  مناسب جغرافیايې موقیعت،د ترانسپورتې لارو،، د دوه لویو سوداګریزو بندرونو شتون، نسبي امنیت ، دطبیعي انرژي درلودلو ، مسلکي کارکونکو ، د لاجورد ترانزیت لار د ټاپي ملي پروژې او د معادنو دشتون  له امه ځانګړی اقتصادي اهمیت لري.

هرات  صنعتي ښارګوټي د هیواد د مهم اقتصادي مرکزونو په مینځ کې، توانیدلی چې ټول کورنیو او بهرنیو پانګوونکي د پانګونې فرصت ترلاسه کړي.

داچې یاد صنعتي ښارګوتي له سلګونو ډیر تولیدي او صنعتي فابریکې په دې پارک کې  اقتصادي او تولیدي فعالیتونه ترسره کوي ، ځکه نو هرات له تیرو وختونو راهیسې په مناسب سوداګریز موقعیت کې و او له اروپا سره د آسیایی هیوادونو سوداګریز لوې لارۍ د پیوستنو نقطه  شمیرل کیږي پر دې بنسټ هرات د هیواد د مهمو اقتصادي او تولیدي مرکز شمیرل کیږی.

د هرات ولایت د اقتصادي اهمیت له امله ، د۱۳۹۴ کال راهیسې  "د هرات د صنعتونو او کورنیو تولیداتو نندارتون" هر کال ترسره کیږی.

لومړی نندارتون په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د وخت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ښاغلي انورالحق احدي په ګډون ترسره شو.

 دوهم نندارتون په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د  لوړ پوړو دولتي چارواکو او د وخت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ښاغلي انوارالحق احدي  په ګډون ترسره شو.

دریم نندارتون په ۱۳۹۶ لمریزکال کې  د اجرائیه رییس ښاغلي  ډاکټر عبدالله عبدالله ، د مرکزي او ولایتي چارواکو په ګډونترسره شو.

څلورم نندارتون په ۱۳۹۷ لمریز کال کې  د دوهم مرستیال ښاغلي محمد سرور دانش په ګډون

پنځم نندارتون په ۱۳۹۸ لمریز کال کې   د ملي امنیت سلاکار ښاغلي حمدالله محب په شتون کې ترسره شو.

شپږدم نندارتون نن ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ په ۱۳ نیټه د هرات ولایت په صنعتي ښارګوتي کې دښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني په شتون کې ترسره شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS