د هرات ولایت خصوصی سکتوراو مدني ټولنو له استازو سره لیدنه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۴:۴۹
د هرات ولایت خصوصی سکتوراو مدني ټولنو له استازو سره لیدنه

چهارشنبه  دوری ۱۸ مه  ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلی نثار احمد غوریانې دهرات ولایت خصوصی سکتوراو مدني ټولنو استازو سره ولیدل.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني او د ولسمشرۍ ماڼې د دفتر رېس ښاغلي محمد شاکر کارګر د هرات ولایت خصوصی سکتور او مدنې ټولنو د استاز وسره په دغه ولایت کې ولیدل او په بیلابیلو مسایلو یې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې هغه سوداګرو او موتر چلونکو چې د اسلام کلا د ګمرک په اور لګیدنه کې متضرر شوي وه هم ګډون درلود، چې په جدې توګه د خساری د ترلاسه کولو غوښتونکې شو.

 د یادو بنسټونو استازو په اقتصادي ،سوداګریزو،ترانزیټي برخو کې د یاد ولایت د ځانګړې موقعیت په پاملرنۍ ټینګار وکړ، د خصوصي سکتور ستونزو،پانګونې لپاره د اسانتیاوو په برابرولو او نور برخو کې په دولت څخه د جدې پاملرنې غوښتونکې شول.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانی وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرتابه هڅه کوي  ترڅو په ټولو ولایاتو کې  د خصوصی سکتور د ستونزو په حل او د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاووي برابرې کړي.

همدا راز د ولسمشرۍ ماڼې د دفتر رییس ښاغلی محمد شاکر کارګر وویل چې د افغانستان اسلامي جموهری دولت ښاغلی ولسمشر د خصوصی سکتور د پراختیا، د سیمې او نړۍ سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ځانګړې پاملرنه لري .

د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د ولمشرۍ ماڼې د دفتر ریيس او ورسره پلاوی د امی رعلی شیرنوایې د ملی سمپوزیم په غونډه کې د ګډن په موخه یاد ولایت ته سفر کړی چې خصوصی سکتور،مدنې ټولو ا سره یې بیلابیلې ناستې درلودې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS