د هرات صنعتي نندارتون پای او لاسته راوړنې

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱ - ۱۹:۵۲
د هرات صنعتي نندارتون پای او لاسته راوړنې

دوشنبه د مرغومي لومړۍ ۱۳۹۹

د هرات صنعتي نندارتون ترسرلیک لاندې د هرات د کورنیو محصولاتو ستر نندارتون چې د لیندۍ له ۲۸ څخه تر ۳۰ نیټې، د درې ورځو لپاره په هرات ولایت کې ترسره شو، د لسو زرو څخه زیاتو لیدونکو او د یو میلیون او دوه سوه زره افغانیو په ارزښت، د کورنیو توکو په پلورلو سره پای ته ورسید.

دا نندارتون د هرات ولایت د میرمنو د پراخ هرکلي سره مخ شو.

داټکل له مخې ددې نندارتون د غرفو ډيری پیرودونکي او لیدونکي میرمنې ښودل شوي دي.

د هرات نندارتون او غونډې په درشل کې ددې ولایت د توکو، تولید کونکو او پیرودونکو ترمنځ د پیر او پلور ۵ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنیو توکو لپاره د بازار موندنې په هکله په کور دننه او بهر صنعتي او سوداګریز نندارتونونه پر لاره اچوي .

یادنندارتون هرات ولایت ته دصنعت اوسوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني دسفرپه ترڅ کې پرانیستل شوی وه،د یادونې وړ ده چې د پرانستې په یادو مراسمو کې د هرات والي ښاغلی سید عبدالوحید قتالي،په پارلمان کې دملت استازو،دافغانستان د اطاقونو د فدراسون استازو،د پانګونې او سوداګرۍخونې،دصنایعواومعادنو خونې او دافغانستان دمیرمنود سوداګرۍ او صنایعو خونې د رئیسانو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS