د "ننګونوتر خلاصون "بلخ ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ سرپرست اونوماند وزیر د سفر راپور!

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۸:۴۵
د "ننګونوتر خلاصون "بلخ ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ سرپرست اونوماند وزیر د سفر راپور!
۱۳۹۹ کال، د وږي ۳۱مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ، مزار شریف ته د خپل لومړي ولایتي سفر په لړ کې نامه لاندې پروګرام کې برخه واخیسته او په بلخ ولایت کې یې د صادرتې فرصتونو او خنډونو په اړه خبرې وکړې.
په دې مراسمو کې د ولایت والي محمد اسحاق رهګذر ،عباس ابراهیم زاده ، د ولسي جرګې دوهم مرستیال، محمد اسماعیل غضنفر ، د افغانستان د اطاقونو فدراسیون عمومي رییس ، د پارلمان غړو او ځایی چارواکو برخه اخیستې وه.
په دې خبرو کې ، د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعوخونې مرستیال محمد شفیق پیام ، بلخ ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ سرپرست اونوماند وزیرسفر په هکله ښه راغلاست ووایه او په مزارشریف کې یې د کسبګرو ، سوداګرو او تولیدي فابریکو لرونکو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه د لومړي ځل لپاره یوسوداګراو صنعت کار ،د سوداګرۍ وزارت وزیرګمارل شوي دې ، کوم چې د د خصوصي سکتور لپاره د ښې راتلونکې زیري دی.
په ورته وخت کې ، د بلخ والي ، محمد اسحاق رهګذار دغه ولایت ته د نثار احمد غوریاني سفر د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره یو فرصت وباله او ژمنه یې وکړه چې صنعتي ښارګوټو او سوداګرو په خوندي ساتلو کې به هیڅ ډول هڅه ونه سپموي.
دغه راز د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد عباس ابراهیم زاده ، د افغانستان د اطاقونو فدارسیون عمومي رییس محمد اسماعیل غضنفر ، هر یو په خپل وار سره د بلخ ولایت د خلکو غوښتنې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر سره شریکې کړې.
پدې پروګرام کې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست اونوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني بلخ ولایت په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې یو له خورا مهمو او کلیدي ولایاتو یاد کړ او زیاته یې کړه چې د دې ولایت څخه یې د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو څیړلو لپاره سفر کړي دی.
ښاغلي غوریاني همداراز وویل چې هغه به د شته امکاناتو اوحکومت تګلارو سره سم افغانستان په ځانګړي ډول د بلخ ولایت سوداګرو او صنعتکارانو ستونزو حل لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
په دي غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په حکومتي چارواکو ، سوداګرو او د خصوصي سکتور استازو باندې غږ وکړ چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ او هڅولو لپاره دي له کورنیو محصولاتو څخه خپلې اړتیاوي پوره کړي.
د یادونې وړ ده چې په دي سفر کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت اوو رییسانو د وزارت د سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ملتیا کوله.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS