د ملتونو د ملګرتیا نندارتون ترسره کیدل

پنجشنبه: د زمري۱۴مه ۱۴۰۰
د کورنیو صنایعو څخه دملاتړ اوکورنیو تولیداتو د کارولو کلتور ته د ودې ورکولو په موخه د ملتونو د ملګرتیا ترعنوان لاندې نندارتو ن د صنعت او صوداګرۍ وزارت ، د افغان سوداګرو او پانګوالو اتحادیې، بیات موسسي، د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت اود کوراید بنسټ په تخنیکې همکارۍ ترسره شو.
په دې نندارتون کې د کورنیو تولیداتو 60 قلمه توکې چې هیواد په هغو کې په ځان بساینې ته رسیدلي یا هم د رسیدلو په حال کې دي په 50 غرفو کې نندارې ته وړاندې شول چې د کورنیو او بهرنیو نندارچیانو د تودهرکلي سره مخ شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د یو پیغام له لارې په اوسنیو شرایط کې د دا ډول نندارتون د جوړولو ستاینه وکړه وي ویل، چې دا وزارت د کورنیو صنایعو دملاتړ، د کورنیو تولیداتو کارولو کلتور، صادراتو ته وده ورکولو ، او په نړیوالو نندارتونو کې کورنیو تولیداتو ته بازارموندنې په هکله هڅې کوي .
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هیواد له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې په نړیوالو نندارتونونو لکه دوبۍ 2020، د ایټالیا دمیلان،او چین کې په نندارتونو کې ونډه واخلي ،دا وزارت به پدې نندارتونونو کې د دوی ګډون لپاره ټول تخنیکي اساسنتیاوي رامنځته کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ، د کورنیو تولیداتو اوصننایعود ملاتړ په موخه سږکال د هیواد په بیلابیلو ښارونو کې د کورني تولیداتو لوی نندارتونونه ترسره کړي او هم يې د افغانستان خصوصي سکتور لپاره په نړیوالو نندارتونو کې د ګډون په موخه لازې اسانتیاوي رامنځته کړی دی.