د مقدس پریمنځونکو توکو د تولیدي فابریکې څخه دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۳:۵۹
د مقدس پریمنځونکو توکو د تولیدي فابریکې څخه دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

پنج شنبه: د غويی۳۰ مه ۱۴۰۰ 

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د پل چرخي په صنعتي پارک کې د مقدس پریمنځونکو توکود تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه او د یاد شرکت د مسولینو  سره یې د شرکت محصولاتو د ستونزو، ننګونو او شته فرصتونو  په اړه خبرې وکړې.

د دې لیدنې په بهیرکې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره د افغانستان د کانواو صنایعو خونې رئیس شیرباز کمین زاده،صنعت کارانواو د پل چرخي صنعتي پارک فابریکو مالکینو ملتیا کوله، د صنعت او سوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د پریمنخونکو توکو په تولید کې د دغه شرکت د تولیدي فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ولسمشرۍ د عالي مقام او د دې وزارت  د تعرفې د ملاتړ پروګرام  په بنسټ  په بیلابیلو برخو کې د هیواد د صنایعو تولیدات ځان بسیاينې لور ته نږدې شوي دي.

ښاغلي غوریاني د مقدس پریمنځونکو توکو د تولید فابریکې مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د ورته وارد شوي توکو پر تعرفه کې به  زیاتوالی راشي ترڅو د هیواد تولیدي صنایعو لپاره د ځان بسیاینې زمینه برابره شي.

د مقدس د پریمینځونکو توکو د تولید فابرکه په ۱۳۹۲ لمریزکال کې خپل فعالیت پیل کړ چې اوس یاد شرکت په ورځ کې ۱۰۰ کارتنه بیلابیل لاس مینځونکې او لوښې وینځونکې مواد تولیدوی،چې د هیواد ۵۰ تنو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

یاد شرکت خپل د اړتیا وړ اومه توکې د بهر څخه ترلاسه کوې، او خپل محصولات د افغانستان بیلابیلوبازارونو ته د پلور په موخه لیږدوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS