د لوړې کچې بین الوزارتی کمیټې او سوداګریزو آسانتیاوو تړون نهمه عالي ناسته ترسره شوه
یکشنبه : دلیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۹
د لوړې کچې بین الوزارتی کمیټې او سوداګریزو آسانتیاوو تړون نهمه عالي ناسته دصنعت او سوداګرۍ وزارت دصنعت او سوداګرۍ دسرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار په مشرۍ او دیادې کمیټې ددولتي او خصوصي سکتور دغړو، په ګډون دوزارت دکنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې ښاغلي عبدالکریم ملکیار وویل چې افغانستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د یوشمېر ژمنو په پام کې نیولو سره، په سیمه ییزه او نړیواله سوداګرۍ کې د مدغم کیدوپه موخه دنړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
ښاغلي ملکیار زیاته کړه چې یاد سازمان ته داصلاحاتو د راوستلو په موخه ورکړل شوې ژمنې دهېواد په اقتصادي سکتورکې خورا مهمې او د جمهوري ریاست دعالي مقام او وزیرانو شورا لخوا هم په جدي ډول څارل کیږي.
په دغه غونډه کې له ۲۰۱۶ کال تر ۲۰۲۰کال پورې دژمنو دپلي کېد پرڅرنګوالي ، دجدول له مخې دعمومې راپور دتطبیق، دهوکړه لیکونو پرپلي کېدو، په ګمرکونو کې داسانتیاوو پررامنځته کولو، دقوانینو، مقرراتواوتګلارو پر څرنګوالي هم بحث تر سره شو.
