د لومړي ځل لپاره ،دهندوستان په بازارونو کې په افغاني نوم د افغانستان دزعفرانو پلورل

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۹:۵۸
د لومړي ځل لپاره ،دهندوستان په بازارونو کې په افغاني نوم د افغانستان دزعفرانو پلورل

پنج‌شنبه: دچنګاښ ۲۴مه ۱۴۰۰

د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ  وزارت د سوداګریزې اتشې دفتر وايي چې د دوی د هڅو پر اساس به د دغه هیواد زعفران د هندوستان په بازارونو کې د افغانستان په نوم وپلورل شي.

د دې دفترمسول وايي چې د ډیرو کلونو لپاره ، افغاني زعفران د هندي سوداګرو لخوا له افغانستان څخه راوړل شوي او بیا د هندوستان زعفرانوتر نوم او لوګو لاندې د کیفیت له بسته بندۍ سره د هغه هیواد بازارونو ته وړاندې کیږي

هغه زیاته کړه چې د شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې ، په ممبیي کې میشت د افغان سوداګریزې اتشې اداره دغه محصول د افغانستان په نوم

 (Product of Afghanistan)د دغه هیواد د زعفرانو د پلور لپاره په پراخه کچه کمپاین پیل کړی او د هندي واردوونکو سره یې د مخامخ او آنلاین ناستو له لارې د دې پلان په منلو باندې ټینګار کړی دی..

د دې دفتر مسول وايي چې په پایله کې  د متاجي سوداګریز شرکت د ۲۰۲۱ م کال د جولای په ۱۳ مه د خپل مشهور برانډ (Mataji Trading) په بسته بندۍ کې د افغانستان د محصول لیبل (Product of Afghanistan)رامینځته کړ او یاد شرکت یې ژمنه وکړه چې  دغه شرکت به  هندي بازارونو ته د افغاني محصولاتو تر نامه لاندې دافغانستان زعفران وړاندې کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزې اتشې دشمېرو له مخې ، په تیرو دریو کلونو کې هندوستان ته دافغانستان د زعفرانو صادرات ۲۶ سلنه ډیر شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال د بنګله دېش هیواد د نړیوال سوداګریز نندارتون لیدنه وکړه

تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګله دېش هیواد د صادراتو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

BACK TO NEWS