د قزاقستان له نوي سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۹:۳۵
د قزاقستان له نوي سفیر سره د صنعنت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

یک شنبه 13 جمادی الثانی 1446 / 25 لیندی 1403

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن د لیندۍ( قوس) ۲۵ مه په کابل کې د قزاقستان له نوي سفیر محترم "گزیز اکباسوف" سره وکتل.

د لیدنې په لومړي سر کې د قزاقستان سفیر له الحاج عزیزي سره د هغه هېواد د مشرتابه پیغام او له افغانستان سره د اړیکو پر لا ینګښت او پراختیا د هغوی ټینګار شریک کړ  او د افغانستان د کانونو او ترانسپورت په برخو کې یې پانګونې ته د هغه هېواد لیوالتیا بیان کړه.

همدارنګه پدې کتنه کې کابل ته د قزاقستان هېواد د لوړ پوړي پلاوي دراتلونکي سفر او د هغې د پروګرامونو په تړاو خبرې وشوې.

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، پدې لیدنه کې دواړو هېوادو تر مینځ د ترسره شویو ژمنو په عملي کېدو پر ټینګار سره یو تخنیکي ټیم کابل ته د قزاقي پلاوي د سفر لپاره د تیاريو لپاره وګومارلو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS