د قزاقستان جمهوریت له لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۴:۱
د قزاقستان جمهوریت له لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه

شنبه مورخ 24 رمضان المبارک 1444 / د (وری)۲۶مه  1402

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزی نن سهار په کابل کې د قزاقستان جمهوری هیواد د صدراعظم مرستیال او د سوداګرۍ له وزیر ښاغلی ګارین سریک مکاشیوویچ سره وکتل او د اقتصادی، ټرانزیټي، پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه يې خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې، د دواړو لورو سوداګرو او پانګوالو شتون درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د ترانسپورتي زیربناوو جوړولو، ریل پټلۍ، سیمه ییز اتصال او د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې

په پیل کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست ښاغلي نورالدین  عزیزي د قزاقستان هیواد لوړ پوري پلاوي ته دښه راغلاست تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د تړونونو، ټرانزیټي آسانتیاوو، د ګډې خونې رامنځته کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې، دمستقیم هوایي دهلیز جوړولو، د نندارتونونو په جوړولو او د سوداګرۍ حجم د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي عزیزي د قزاقستان  هېواد له همکاریو څخه په  مننې سره  افغانستان ته د وارداتي  غله جاتو ، د سیمې ( افغانستان او جنوبي آسیا )د نفوسو پر ستونزو تینګار وکړ او ویې ویل چې د ترکمنستان له خاورې څخه د ریل پټلۍ لارې جوړول د افغانستان لوېدیځې سیمې تر پوښښ لاندې نیولای  او د چابهار بندر ته لنډه ترانزیټي لاره کېدلای شي،  همداراز د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د افغان سوداګرو ستونزې او  او بانکي موضوعاتو په  اړه خپل نظریات شریک کړل .

ورپسې د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر ښاغلي ژومان ګارین سیرک مکاشیویچ د افغان لوری د خبرو په تائید سره وویل  چې  قزاقستان چمتو دی چې افغان سوداګرو ته ۳۰ ورځنۍ ویزې ورکړي، هغه د  ریل پټلۍ د جوړولو په برخه کې د قزاقستان د پانګوالو ونډې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د کانونو په برخه کې د دوی شرکتونه د پانګونې ښه او لوړ ظرفیت لري، نوموړې د ګډې خونې د رامنځټه کیدلو څخه ملاتړ څرګند کړ او په هرات ولایت کې يې د سوداګرۍ د کور د پرانستلو خبر ورکړ.

په دوام يې د دواړو هیوادونو د خصوصی سکتور په مختلفو برخو کې درې کمیټې جوړې کړی چې د پانګونې په آسانتیاوو،په دواړونو هیوادونو کې د شته وړتیاوو، د دواړو هیووادونو ترمنځ د اړیکو او راکړې ورکړې په پراختیا بحث وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS