د غالیو تولیدونکو او صادرونکو د اتحادیې د مدیره پلاوي یوولسمه ناسته ترسره شوه

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۹:۳۳
د غالیو تولیدونکو او صادرونکو د اتحادیې د مدیره پلاوي یوولسمه ناسته ترسره شوه

شنبه ۲۷ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۱۰ وږی ۱۴۰۳

د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې د مدیره پلاوي یوولسمه ناسته، نن (د وږي په لسمه ) تر غرمې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محترم مولوی احمدالله زاهد تر مشرۍ لاندې او د دې اتحادیې د مدیره پلاوي د غړیو په ګډون، په حضوري او آن لاین بڼه جوړه شوه.

پدې ناسته کې د نوموړې اتحادیې د مدیره پلاوي د عامل رییس محترم عبدالمنان حیدري، په تېرو اتو میاشتو کې د خپلو کارونو او فعالیتونو،د اتحادیې لومړي مرستیال محترم نوراحمدی نوري په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو او په کندهار کې د غالیو په ځانګري نندارتون کې د اتحادیې د پلاوي د ګډون او د یادې اتحادیې د فني او تخنیکي چارو مرستیال محترم قربان‌علی جمشیدزاده د ختیځ زون د مالي ارزونې په اړه خپل راپورونه له معین صاحب سره شریک کړل.

همدارنګه پدې ناسته کې د هرات په ولایت کې د زر جریبه ځمکې او د غالیو وینځلو د فابریکې په اړه، د اتحادیې د اجراییه کمېټې او د قالینو د مواوبدونکو او صادرونکو د دوه بلاکونو تر مینځ پر شته ځمکه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او د مدیره پلاوي د لسمې ناستې پریکړې او تصمیمونه تعقیب او وڅېړل شول شول.

د سوږداګرۍ وزارت معین محترم مولوی احمدالله زاهد وویل : د افغانستان غالۍ د هغه معیاري کیفیت سره چې لري یې په نړۍ کې په یوه ځانګړي برند بدله شوې ده او سلامي امارت پدې تړاو خصوصي سکتور ته د اړونده آسانتیاوو برابرولو او له هغوی سره بشپړې همکارۍ ته ژمن دی، په تېره بیا په هغه سکتورونو کې چې هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې چې د غالیو اوبدلو سکتور هم پکې شامل دی.

محترم زاهد، د اړونده اتحادیې د ستونزو او وړاندیزونو په اړه وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د مشرتابه پلاوي تل د قالینو اوبدلو له سکتور څخه هر اړخیز ملاتړ کړی او له اتحادیې یې وغوښتل ترڅو د بحث وړ موارد په لیکلي ډول له وزارت سره شریک کړي.

پدې ناسته کې د مدیره پلاوي یو درې کسیز ټیم د دې اتحادیې د عوایدو او مصارفو د ارزونې لپاره او د صنعت او سوداګرۍ وزارت او قالین اوبدونکو د اتحادیې یو ګډ پلاوی د دې اتحادیې د ځمکو او اړونده ساحو د څېړلو په موخه وګومارل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS