د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نړیوالو بنسټونو یوه ستر پلاوي د باریکاب له صنعتي پارکونو لیدنه وکړه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۹:۳۴
د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نړیوالو بنسټونو یوه ستر پلاوي د باریکاب له صنعتي پارکونو لیدنه وکړه

یکشنبه ۳ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۱۵ میزان ۱۴۰۳

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ چې پکې د نړیوال بانک، UN، UNDP و UNCTAD  موسسو استازو، په کابل کې د چین جمهوریت سفیر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مقام لوی سلاکار، د افغان برېښنا شرکت رییس، د پروان ولایت مرستیال والي او د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس پکې وو، د یاد ولایت د باریکاب په سیمه کې له صنعتي پارک او پکې شته فابریکو څخه لیدنه وکړه.

دغه سفر له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، بنسټیزو ستونزو ته د رسیدنې او د باریکاب په صنعتي پارک کې د برېښنا د کمبود په تړاو ترسره شو چې په ترڅ کې یې نوموړي پلاوي له دغه صنعتي پارک او پکې فعالو فابریکو څخه پر لیدنې سربېره له "الغوی" سیمې څخه چې په پروان کې د نوي صنعتي پارک د جوړیدو لپاره پیشنهاد شوې، لیدنه وکړه.

 د یادونې وړ ده چې دغه سفر د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پروګرام له مخې او دهغه ناستو پر بنسټ ترسره شو چې د نړیوالو بنسټونو له استازو سره تر دې وړاندې شریکې شوې وې او همدارنګه د افغانستان په تړاو د دوحې د دریمې ناستې په ترڅ کې د هغه پریکړې په اساس ترسره شو چې پریکړه وشوه ترڅو د افغانستان له خصوصي سکتور څخه د یوه با ثباته اقتصاد لپاره ملاتړ وشي.

د سفر د ګډونوالو د پریکړې له مخې ددې ستونزې یوازینۍ حل لاره په صنعتي پارکونو کې د پانګونې څخه ملاتړ دی او په صنعتي پارکونو کې له پانګوالو څخه د ملاتړ په موخه پریکړه وشوه ترڅو د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د برېښنا ریاست، د نړیوالې ټولنې بېلابېل بنسټونه او په کابل کې د چین سفارت له افغان خصوصي سکتور څخه د ملاتړ لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS