د سکتوري خونو غړیو ته د صنعتي ساحو د قانون په اړه معلومات ورکړل شول

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۸:۴۴
د سکتوري خونو غړیو ته د صنعتي ساحو د قانون په اړه معلومات ورکړل شول

شنبه ۱۱ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۲۴ وږی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې د صنعتي سیمو (پارکونو) قانون د تنفیذ څرنګوالي په اړه ناسته د هېواد د سکتوري خونو د استازو په ګډون د سنبلې په ۲۴ مه، د یاد وزارت د پانګونې په تالار کې ترسره شوه.

پدې ناسته کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پدې ټکي ټینګار وکړ چې د اقتصاد په برخه کې دا لومړی قانون دی چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله، له اړخه توشیح شوی او زیاته یې کړه چې پدې وزارت کې مې د خپل ماموریت په لومړیو ورځو کې ژمنه کړې وه چې هېواد به د صنعتي کېدو پر لور بیایم.

ښاغلي عزیزي همدا راز زیاته کړه چې تر اوسه یې په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د ځانګړې کولو لپاره له پانګوالو څه د پاسه ۸۰۰ درخواستونه تر لاسه کړي دي.

د ناستې په دوهمه برخه کې د دې وزارت د حقوقي چارو د ریاست له خوا یو پریزینتیشن حاضرینو ته وړاندې شو او په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د دې قانون د ګټو په اړه معلومات ورکړل.

د ناستې په پای کې د یوه آزاد بحث په ترڅ کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS