د سویلي کوریا جمهوریت له سفیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه
شنبه وری ۷مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په کابل کې د سویلي کوریا د جمهوریت له سفیر (چوی تی هو) سره په خپل دفتر کې وکتل او د دواړو هیوادونو تر منځ داقتصادي -اوسوداګریزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې وکړې.
د غونډې په بهیر کې ښاغلي غوریاني په بیلابیلو برخو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره د سویلي کوریا جمهوریت د همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه ،چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت غواړي د دوه اړخیزه تړون له لارې له سویلي کوریا سره تجارتي اړیکې پراخې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یاد هیواد څخه غوښتنه وکړه چې په هغه پنځه دایمي نندارتونونو په جوړولو کې همکاري وکړي چې د نړیوال معیارونو سره سم د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د وزارت لخوا جوړیږي.
همدا راز ښاغلي غوریاني د سویلي کوریا له سفیر څخه هیله څرګنده کړه ترڅو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره نړیوالو معیارونو سره سم د افغانستان د تولیداتو صادرولو د نندارتون په جوړولو کې مرسته وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل په پام کې لرې چې د سویلي کوریا په پلازمینه سیول ښار کې د افغاني محصولاتو لپاره دایمي بازار جوړ کړی.
سویلي کوریا سفیر ، ښاغلي چوی تي هو وویل چې د هغوي هیواد هم غواړي د کابل او سیول ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراخوالی کې همکاري وکړي.
د سویلي کوریا سفیر زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او اسانتیا په هکله يې سویلي کوریا ته د افغان سوداګرو لپاره د ویزې اسانه شرایط برابر کړي، او هم به د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په بیلابیلو برخو کې همکاری وکړي.
د غونډې په پای کې، دواړو لورو د افغانستان - سویلي کوریا تجارتي اړیکو راتلونکي مثبته وبلله او د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
