د خصوصي سکتور له غړیو سره مشورتي آن لاین ناسته

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۱:۲۷
د خصوصي سکتور له غړیو سره مشورتي آن لاین ناسته

شنبه 7 شوال المکرم 1446 / 16 حمل 1404

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د روسیې د کازان ښار په نړیوال حلال نندارتون کې د افغانستان د فعال ګډون او په یاد نندارتون کې نندارې ته د هېواد د باکیفیته تولیداتو او محصولاتو د وړاندې کولو او د دغه هېواد په مسکو په ښار کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون د ښه جوړښت په موخه د هېواد د خصوصي سکتور له مشرانو او غړیو سره به آن لاین بڼه مشورتي غونده ترسره کړه.

پدې ناسته کې د کازان په نړیوال حلال نندارتون کې نندارې ته د وړاندې کولو او هغوی ته د بازار موندنې په موخه د هېواد د ارزښتناکه محصولاتو او تولیداتو د وړاندې کولو او همدارنګه د شرکتونو مشرانو او د اتحادیو غړیو د ګډون په تړاو، د مالي لګښتونو، افغانستان ته پدې نندارتون کې د په پام کې نیول شوي مساحت په اړه او په مسکو ښار کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو د نندارتون په هکله خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د هېواد د خصوصي سکتور غړیو او مشرانو ددې ناستې له جوړیدو د هرکلي په ترڅ کې، د کازان په نړیوال حلال نندارتون کې د ښه او غوره ګډون او په مسکو کې د افغان محصولاتو او تولیداتو د ځانګړي نندارتون د جوړښت په اړه خپل نظریات او لید لوري شریک کړل او وړاندیز یې وکړ چې روسیې ته د افغاني پلاوي تر سفر وړاندې، د ا.ا.ِا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا دې د ګډون کوونکو شرکتونو چارواکیو ته د یاد نندارتون په تړاو د پوهاوي یو سیمینار جوړ شي او د شرکتونو بروشورونه وڅېړل شي او معیاري دې کړای شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د هېواد د تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندنې او هغوی ته د بازار موندنې په موخه، په دې ډول نندارتونو کې د افغان لوري په فعال ګډون پر ټینګار سره د خصوصي سکتور له غړیو وغوښتل ترڅو د روسیې د کازان ښار په نړیوال حلال نندارتون کې د ښه ګډون او په مسکو کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو د نندارتون د ښه ترسره کېدو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه د ارتباطي ګروپونو له لارې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS