د خصوصي سکتور له خوا د کابل په ده سبز لسوالۍ کې د صنعتي پارک له جوړښت سره لیوالتیا

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۴۸
د خصوصي سکتور له خوا د کابل په ده سبز لسوالۍ کې د صنعتي پارک له جوړښت سره لیوالتیا

یکشنبه 8 شوال المکرم 1446 / 17 حمل 1404

د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن تر غرمې وروسته د هېواد له ملي او نړیوال سوداګر محترم الحاج خلیل ځدران، د پلچرخي د صنعتي پارک د صنعت کارانو اتحادیې له رییس محترم الحاج عبدالجبار صافي او ملي سوداګر محترم بختاور کوچي سره لیدنه ترسره کړه.

پدې لیدنه کې دغه کسانو د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیون ډالرو په پانګونې او د زر جریبه ځمکې په مساحت سره د یوه خصوصي صنعتي پارک د جوړښت په اړه خپل پلان او د هر چا د پانګونې کچه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې د دغه صنعتي پارک په جوړیدو او فعالیدو سره به سل ګونو صنعت کارانو ته د فعالیت او زرګونو تنو نورو ته د کار زمینه برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د دغه پانګوالو له پروګرام څخه د هرکلي په ترڅ کې له هغوی وغوښتل چې د دغه صنعتي پارک طرحه او پروپوزل د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریک کړي تر څو تخنیکي ټیم پرې کار وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS