د خصوصي سکتور دپراختیا کاري کمیټې (پراسیک)غونډه ترسره شوه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۹:۱۴
د خصوصي سکتور دپراختیا کاري کمیټې (پراسیک)غونډه ترسره شوه
چهارشنبه دتلې 23 مه 1399
دخصوصي سکتور دپراختیا کاري کمیټې (پراسیک)غونډه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانې په مشرۍ د جمهوري ریاست دلومړې مرستیال د ستراتیژۍ او پالیسۍ چارو مرستیا ښاغلي عبدالحسیب فیضي او د پراسیک کاري ډلې غړو په ګډون د وزارت دمقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د جمهوری ریاست د لومړي معاونیت تر اثر لاندې د خصوصي سکتور پراختیا داجرایه کمیټې د بیا پیل کولو په څرنګوالي،دپراسیک په مختلفو کاري کمیټو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رول، دپراسیک د کاري ډلو او دياد وزارت ترمنځ د کاري همغږۍ په هکله بحث ترسره شو.
دجمهوري ریاست لومړي معاونیت د ستراتیژۍ او پالیسې مرستیال ښاغلي عبدالحسیب فیضي وویل،د اقتصاد عالي شورا د پریکړې پر بنسټ دخصوصي سکتور دپراختیا داجرایې کمیټې مشرتوب د جمهوری ریاست لومړي معاونیت ته سپارل شوی، له دې وروسته د کمیټې غونډې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح تر مشرۍ لاندې ترسره کیږي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت یې بیا په مختلفوکمیټوکې عمده رول په غاړه لري.
له بل پلوه د صنعت اوسوداګرۍ سرپرست اونوماندوزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دجمهوري ریاست د لومړي معاونیت تر مشرۍ لاندې د خصوصي سکتور د پراختیا اجرایه کاري کمیټې د بیا پیل څخه خوښي وښوده اوزیاته یې کړه چې،د صنعت او سوداګرۍ وزارت به خپل رول په دې کمیټه کې په ښه ډول ترسره او هم هر ډول همکارۍته چمتو دی.
د خصوصي سکتور پراختیا اجرایې کمیټه د پنځو کاري کمیټو څخه جوړه ده چې د درې کاري کمیټو د مشرۍ چارې یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په غاړه دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS