د خاص اقتصادي زون د جوړولو لپاره په بلخ ولایت کې د دوه زره جریبه ځمکې تثبیت

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۲۲
د خاص اقتصادي زون د جوړولو لپاره په بلخ ولایت کې د دوه زره جریبه ځمکې تثبیت

یکشنبه ۲۲ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۴ لینډی ۱۴۰۳

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په دوام، پداسې حال کې چې د یاد ولایت د والي مرستیال محترم مولوي نورالهادی ابوادریس ورسره ملګری و، حیرتان بندر ته نژدې د خاص اقتصادي زون د جوړښت په موخه دوه زره جریبه ځمکه تثبیت کړه.

د خاصو اقتصادي زونونونو جوړونه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه له ابتکاراتو څخه دي چې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د لا زیاتې پانګونې د جلب په موخه، د دغه زونونو جوړیدل په افغانستان کې د یاد وزارت له خوا د اسلامي امارت کابینې ته پیشنهاد شول.

همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر وړاندیز وروسته، دغه وزارت د بېرته راګرځیدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعت کارانو ته د آسانتیاوو د تنظیم کمیټې د طرز العمل په اوولسمه ماده کې مکلف شوی ترڅو په بندرونو یا فرضي کرښه کې د صنعتي فابریکو د فعالیت لپاره صنعتي ساحې جوړې کړې چې صنعت وده وکړي او سوداګر او صنعت کاران نور هم وهڅول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS