د حمايوي تعرفوپه پروسې کې د لا زیاتو اسانتیاو پر رامنخته کولو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۸:۸
د حمايوي تعرفوپه پروسې کې د لا زیاتو اسانتیاو پر رامنخته کولو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار

سه شنبه دچنګاښ 22مه 1400

 د تولیدي شرکتونو د ملاتړ کمیټې غونډه د دې وزارت د شهید کاظمي د کنفرانس په تالار کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني په مشرۍ جوړه شوه.

 په دې ناسته کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د افغانستان په صنعتي پارکونو کې د تولیدي شرکتونو لپاره دحمايوي تعرفو په پروسه کې د لا اسانتیاوو په راوستو ټینګار وکړ.

ښاغلي غورياني دحمايوي تعرفو پروسې ساده کولو باندې ټینګار وکړ اوهغه غیرضروري پروسې  یې منعه کړې  چې د صنعتکارانو لپاره ستونزې رامینځته کوي.

 په دې ناسته کې ، پریکړه وشوه چې د لا ډیرو تاسیساتو رامینځته کولو لپاره د موجوده حمايوي تعرفې په طرزالعمل کې لازم تعدیلات رامینځته شي.

 له بلې خوا دصنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو رییس سید محسن سادات وايي چې دروان کال له حمل مياشتې راهیسې په افغانستان کې تر150  ډیر تولیدي شرکتونو ته د دوی د خامو موادو او ماشينريو لپاره حمايوي تعرفې ورکړل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image

BACK TO NEWS