د بهیر ګروپ شرکتونو څخه د صنعت اوسوداګرۍ وزيرلیدنه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۸:۵۱
د بهیر ګروپ شرکتونو څخه د صنعت اوسوداګرۍ وزيرلیدنه

پنج‌شنبه دکب ۲۸ مه ۱۳۹۹

 دصنعت اوسوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د خصوصي سکتور له استازو سره په پل چرخي صنعتي پارک کې د کتابونو د چاپ ، اعلانونو اوپه چاپي سکتورونو کې له غوره شرکتونوڅخه لیدنه وکړه.

 ښاغلي غوریانی په دې برخه کې پر فرصتونو او ننګونو  خبرې وکړې.

 اوزياته يې  کړه چې د کتاب د چاپ په برخه کې پانګه اچونه او په ځانګړي ډول د ښوونځيودرسي کتابونو چاپول په دې برخه کې د ځان بسیاینې ترلاسه کولو په لور لومړی ګام دی ، او موږ خوښ یو چې دغوره شرکتونو یوې ډلې په دې  برخه کې لویه پانګونه کړې .

 له بلې خوا د صنایعو او کانونو د خونو عمومي رییس او د بهیر ګروپ شرکتونو رییس شیرباز کمين زاده ښاغلي غورياني ته دښه راغلاست ترڅنګ  وویل چې دوی په دې برخه کې څو ملیونه امریکایی ډالر پانګونه کړې

 ښاغلي کمين زاده زیاته کړه چې د غوره شرکتونو ډله داوړتيا لري چې د ښوونې او روزنې درسي کتابونه ، د اعلاناتو توکي ، کارتنونه ، کتابچې او بیلابیل کارتونه او بروشرونه په عالي کیفیت سره چاپ کړي او د هیواد دننه او بهر د اړتیا وړ خامو توکي چمتو کړي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هیواد د صنعتي تولیدي فابریکو لخوا د وارداتي خامو توکو د ګمرکي تعرفو په کمولو سره ، په بیلابیلو سکتورونو کې د تولیدي صنعت د ودې او ځان بسیاینې لپاره زمینه برابره کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS