د اپټا د تړون درې میاشتني پروتوکول غځیدل

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۱:۴۲
د اپټا د تړون  درې میاشتني پروتوکول غځیدل

پنج‌شنبه  د وری١٢ مه  ١٤٠٠

د افغانستان اسلامی جمهوریت   د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني او د پاکستان اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر اقتصادي او پانګونې سلاکار ښاغلي رازق داوود ترمنځ په انلاین ناسته کې  د افغانستان -پاکستان  سوداګریز او ترانزیټي تړون  (اپټا)  درې میاشتنې پروتوکول لاسلیک شو.

د ناستې په پیل کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر  ښاغلي نثاراحمد غوریانی  وویل: ددې تړون  تمدیدول د درې میاشتو لپاره د (د ٢٠٢١ کال دفبروری میاشت له ١١ مې نیټي د مي میاشتې تر ١١ مې نیټې ) پورې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګرز او ترانزیټي برخو کې د حقوقي تشې د رامنځته کیدلو مخنیوی دی.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه اجازه راکړي د سوداګرۍ او ترانزیټ په پراختیا کې  دواړو هیوادونو د رهبرۍ په ځانګړي ډول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د عالمانه لارښوونو او د پاکستان اسلامي حمهوریت د لومړي وزیر مثبت لید لوري نه مننه وکړم.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دواړو هیوادونو د تخنیکي ډلو نه د مننې ترڅنګ وویل چې اپټا تړون  پر تعدیل د نړیوال سوداګریز سازمان د معیارونو سره سم کار روان دی، چې نږدې راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ولسونه د سیمه ایز پیوستون په لړکې د دوه اړخیزه او سیمه ایز، ترانزیټ ،سوداګرۍ او اقتصادې ودې شاهدان واوسي.

د پاکستان اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر اقتصادي او پانګونې ستر سلاکار ښاغلي رازق داوود چې په انلاین ډول یې خبرې کولې د یاد تړون  هرکلی یې وکړ  او  زیاته یې کړه  د هیوادونو لوړ پوړي چارواکي یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیټي ،سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.

په دې ناسته کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال ښاغلي جاوید جیحون، د بهرنيو چارو وزارت استازي، د پاکستان په چاروکې د ولسمشر د استازي د دفتر نمایندګانو،د ولسمشرۍ ماڼۍ حقوقی واحد، مالی وزارت کرنې او مالدارۍ وزارت او د خصوصي سکتور استازو هم ګډون درلود.

له بل پلوه د ولسي جرګي لومړي مرستیال ښاغلی جاوید جیحوناو د خصوصي سکتور استازو د یادې تړون  هرکلی وکړ،د ترانزیټ،سوداګرۍ او اقتصادې اړیکو پراختیا یې  دواړو هیوادونو د خلکو په ګټه و باله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS