د امید بهار جوس فابریکې څخه د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۳:۴۲
د امید بهار جوس فابریکې څخه د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

چهارشنبه: د غويی۲۸مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د امید بهار د میوو او لبنیاتو د تولید فابریکې څخه چې د پل چرخي صنعتي پارک کې فعالیت کوي لیدنه وکړه، او یادې فابریکې د څښتن سره یې د شرکت د تولیداتو په وړاندې ستونزو او ننګونو په اړه  بحث وکړ.

 د نوموړې فابریکې څخه د لیدنې پرمحال د معادنو او صنایعو خونې رئیس شیرباز کمین زاده صنعت کارانو او د پلچرخې صنعتي ښارګوتې د فابریکو خاوندانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ملتیا کوله،ښاغلي غوریاني د میوو او لبنیاتو په برخه کې د امید بهار شرکت د تولیدي فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې چې د ولسمشرۍ د عالي مقام او د دې وزارت  د تعرفې د ملاتړ پروګرام  په بنسټ  په بیلابیلو برخو کې د هیواد د صنایعو تولیدات ځان بسیاينې لور ته نږدې شوي دي.  ښاغلي غوریاني د امید بهار د تولیدې فابریکې مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د ورته وارد شوي توکو پر تعرفه کې به  زیاتوالی راشي ترڅو د هیواد تولیدي صنایعو لپاره د ځان بسیاینې زمینه برابره شي.

د امید بهار فابریکه په هیواد کې د میوو او لبنیاتو د تولید ترټولو لوی شرکت دی چې په ۲۰۰۹ لمریز کال کې یې د ۴۵ ملیونه ډالرو په پانګونې سره فعالیت پیل کړ.

دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۲۵ زره لیټره جوس او لبنیاتو د تولید وړتیا لري او په مستقیم ډول یې د ۳۰۰  څخه زیاتو هیوادوالو ته د کار زمینه  رامینځته کړې ده .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS