د الماتا په نړیوال نندارتون کې د ګډونوالو غرفې ځانګړې شوې

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۹:۸
د الماتا په نړبوال نندارتون کې د ګډونوالو غرفې ځانګړې شوې

یکشنبه  ۱۰ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۲۲ تله ۱۴۰۳

ټاکل شوې ده چې د افغان -قزاق نړیوال نندارتون د قزاقستان هېواد د آلماتا په ښار کې جوړ شي او پدې نندارتون کې د افغان ګډونوالو غرفې د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د سکتوري خونو او د هېواد د غالیو تولیدونکو او صادرونکو د اتحادیې د استازو په حضور کې د رڼې پچې اچونې له لارې مشخصې شوې.

دغه نندارتون به د سوداګریز تواصل کانفرانس، د محصولاتو او افغاني تولیداتو نندارتون، سوداګریزې ناستې او د دواړو هېوادو د چارواکو تر مینځ د دوه اړخیزه ناستې له ځان سره ولري.

ټاکل شوې ده چې د افغان- قزاق دغه سوداګریز نندارتون به د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د اکتوبر له ۱۹ څخه تر ۲۲ نېټې پورې چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې(میزان) له ۲۸ مې څخه د لړم(عقرب) تر لومړۍ پورې راځي، د قزاقستان د آلماتا په ښار کې د افغانانو په فعال حضور او له بېلابېلو سکتورونو څخه په ۶۷ غرفو کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو په نمایش سره جوړ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS