د افغانستان لپاره د پاکستان حکومت له ځانګړي استازي سره د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۸:۴۹
د افغانستان لپاره د پاکستان حکومت له ځانګړي استازي سره د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه

سه شنبه۲۲ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۴ مرغومی ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزی، د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق، په افغانستان کې د دغه هېواد له سفیر او ورسره پلاوي سره وکتل.

پدې لیدنه کې د دواړو هېوادو تر مینځ پر سوداګریزو او ترانزیتي آسانتیاوو خبرې اترې وشوې.

همدارنګه پدې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر مینځ د لاسلیک شوي سوداګریز او ترانزیتي تړونونوAPTTA  او Cross -Stuffing پر عملي کېدو ټینګار وشو او پاکستاني لوري خپل چمتو والی وښود تر څو د افغانستان ترانزیت مالونو لپاره یوه ځانګړې ساحه وټاکي.

همدارنګه پدې ناسته کې د پاکستان له اړخه د سوداګریزو او ترانزیتي خنډونو د لیري کولو، د بانکي تضمیناتو په اړه د لازیاتو آسانتیاوو رامینځ ته کولو او د دوه سلنې مالیې Cess په تړاو هم خبرې وشوې او دواړو لوریو هوکړه وکړه ترڅو د نړیوالې سوداګرۍ د اصولو له مخې سره همکاري وکړي.

پدې ناسته کې د ترجیحي سوداګرۍ په اړه هم پریکړې وشوې داسې چې د دواړو هېوادو د سوداګریزو فصلونو مطابق به ۴ قلمه مواد له افغانستان څخه او درې قلمه مواد له پاکستان څخه سره تبادله کېږي.

په پای کې هم د تورخم او سپین بولدک د لارو پر پراخېدو بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS